د افغانستان د اوسپني ویلي کولو ټولنې غړي وايي، په سکتوري وزارتونو کي داسي کړۍ سته، چي غواړي په هېواد کي د اوسپني د ویلي کیدو صنعت له منځه یوسي.
د افغانستان د اوسپني- ویلي کیدو پر سکتور۴۵۰ میلیون ډالر پانګونه سوې او ۱۲ زره هېوادوال په کي په کار بوخت دي.
د اوسپني ویلي کیدو سکتور مسوولین وايي، د ولسمشر د فرمان له مخي باید په ساختماني برخه کي له کورنیو تولیداتو استفاده وسي، خو سره له دې بیا هم په ساختماني پروژو کي له ایراني ساختماني توکو ګټه اخیستل کیږي.
دوی له حکومته د تعرفې د لوړولو، د داغمه اوسپني د قاچاق د مخنیوي او د ولسمشر د هغه فرمان پلي کیدل غواړي، چي د دغه صنعت د پیاوړتیا په اړه ورکړ سوی دی.
د اوسپني ویلي کیدو د فابریکو ټولني ریٔس پرویز خواجه زاده وایي، د نظام په داخل او بهر کي یو شمېر کړۍ سته، چي د اوسپني ویلي کیدو د فابریکو سکتور ته ستونزې رامنځته کوي او هڅه کوي دا صنعت له منځه یوسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون