راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي د وروستيو سېلابونو له امله ډیر شمیر کورنۍ د خپلو کورونو څخه بې ځايه او د سرپنا ځايونه يې دلاسه ورکړي.
د کندهار د ولایتي شورا غړو له هغه ملي سوداګرو، د هوايي لوا د منسوبينو او د مرستيال څخه مننه وکړه، چي د سېلاب ځپلو سره يې مرسته وکړه.
د ولایتي شورا غړی نعمت الله شېردلی وايي، شنبه ولسمشر کندهار ته راغلی وو او ژمنه يې وکړه چي د ټولو سېلاب ځپلو سره به مرسته کوي.
شېردلی وايي، د کندهار مشرانو د ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه وکړه، چي د ارغستان او کدني د رودونو اوبه راوګرځوي، چي ولسمشر هم ورسره ژمنه کړې، چي د يادو اوبه د را ګرځولو په برخه کي به هڅه کوي.
شېردلی زياتوي، د دغه اوبه په راګرځولو سره به تر يو حده د وچکالۍ مخه ونيول سي.
دغه راز شېردلی وايي، له مرکز څخه د اساسي قانون د څار کمېسيون هيئت کندهار ته راغلی او د ولایتي شورا څخه يې غوښتي چي په دغه ولایت کي د اساسي قانون د تطبق، عامه پوهاوی او د قانون څخه د سرغړوونکو په اړه ورسره معلومات شريک کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون