راپور: نورګل اندړوال
کندوز کي سولي ته د پخوا په پرتله دومره هیله مندي او لیواتیا زیاته سوې چي آن ښځو هم په خپله ورځ سپین کوتري الوزولي او د سولي پیلامه یې بللې.
دښځو په لمانځغونډه کي کندوزیو میرمنو ویلي ږغ یې په هیواد کي د سولي دی او په راتلو سره به یې نورهم خپلو حقونو ته ورسیږي.
کندوزۍ میرمني د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چي دجنګ دوام په هېواد کي که په هرنوم وي د چا په ګټه نه ده او باید ژر تر ژره اوربند اعلان کړي.
دکندوز والي عبدالجبار نعیمي بیا دې غونډه کي له خلکو غوښتي چي د خپلي ایماني دندې په ترسره کولو سره دي په هېواد کي دتل پاته سولي لپاره کاروکړي.
ښځي وايي چي جګړې نه زړه توري دي او اوس چي د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کي د سولي خبري رواني دي حکومت باید په طالبانو او طالبان بیا پرافغان ځواکونو خپل بریدونه ودروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون