راپور: مهتمم صالح
د کندهار د بشرحقوق په خپلواک کمېسیون کي د يوې غونډي پر مهال یو شمېر ښځو وويل، دوی ته دي د سولي په روانو کورنيو او بهرنيو مذاکراتو کي ونډه ورکړل سي.
د کندهار د ښځو چارو رئيسه رقيه اڅکزي وايي، ښځي د سولي او امنيت په تامين کي مهم رول لري او کولای سي، چي خپل رول په سمه توګه ادا کړي.
دغه راز اڅکزۍ زياتوي، د سولي په راتګ سره به وکولای سي، چي ټولو ښځو ته يو ډول خدمات ورسوي.
د بشر حقوق عمومي کمېشنره ثرايا صبح رنګ وايي، ښځي سوله غواړي، خو داسي سوله چي د دوی حقوقو ته په کښي زيان ونه رسيږي.
دا وايي، ښځي نه غواړي چي د تيرو اوولسو کلنو پر مختګونه د سولي قرباني کړي او باید دغه پرمختګونه د سولي وروسته هم پر خپل ځای پاته وي.
دغه راز د کندهار يو شمیر ښځي وايي، د دوی تشريفاتي ورځي دي نه لمانځل کيږي، دوی ته دي خپل مشروع حقوق ورکړل سي.
دوی وايي، په جنګ کي تر ټولو دوی ډېري قرباني کیږي او د کورنۍ غړي د لاسه ورکوي.
دوی زياتوي، هر ډول قربانیو ته چمتو دي، خو په هغه صورت کي سوله او یوالی راسي.
بلخوا د پوهنتون يو شمېر استادان وايي، د جنګ په ختمولو کي ښځي مهم رول لري، خو خپل مسوليت يې نه دئ ادا کړی.
د يادولو وړ ده، چي د سولي په روانو مزاکراتو کي ښځو ته هيڅ ونډه نه ده ورکړل سوي، خو ښځي وايي، له دوی پرته به د سولي پروسه نيمګړې وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون