د میانمار امنیتي چارواکو ویلي چي د یاد هېواد په راخین ایالت کې یو ځل بیا قومي او مذهبي شخړو زور اخیستی دی چي له امله یې ۹ پولیس سرتېري وژل سوي دي.
دا شخړې په داسي حال کي یو ځل بیا پیل سوي دي چي په ۲۰۱۷ میلادي کال کي د همدې تاوتریخوالي له امله ۷۴۰ زره مسلمانان د میانمار امنیتي ځواکونو لخوا قتل عام سول.
خو دا ځل ویل کیږي چي پر وسلو سمبالو کسانو د میانمار له پولیسو سره نښتي پیل کړي دي چي تر اوسه پکښي ۹ پولیس وژل سوي دي.
که څه هم تر اوسه د دې پېښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه ده اخیستي خو په یاد هېواد کي د اراکان په نامه وسله واله ډله د روهینګیا مسلمانانو د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او کله ناکله د ورته پېښو پړه پر غاړه اخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون