راپور: محمد یار مجروح
د ورستیو اورښتونو له امله په کندهار کي د اوبو کچه رالوړه سوې او د کرني مسؤلین د یوه آباد کال زیری ورکوي.
په دغه ولایت کي د اورښتونو کچه ۲۲۰ ملې ته رسېږي چي د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات اورښت سوی دی.
په کندهار کي باغ لرونکي وايي، د اورښتونو له برکته به يې سږ کال د حاصلاتو کچه او ګټه څو برابره زیاته وي.
باغ لرونکي وروستي اورښتونه د تیرو ۱۵ کلونو په پرتله بې ساري بولي او هیله لري چي د مځکو د حاصلاتو پر زیاتوالی به ېې آغیز ډېر وي.
بلخوا د اورښتونو له برکته ډیری کسانو ته د کار زمینه برابره سوې ده.
کاریګر وايي، که اورښتونه وسي او کال آباد وي دوی ته د زیات وخت لپاره د کار زمینه برابره وي.
د کرني مسؤلین وايي، په کندهار کي د اورښتونو کچه ۲۲۰ ملۍ ته رسېدلي چي دغه ولایت د یوه آباد کال لپاره ۱۸۰ ملۍ اورښت ته اړتیا لري.
د کندهار دکرني رئيس حفیظ الله سیدي وايي، وروستیو اورښتونو که څه زیانونه واړول خو د کرني په برخه کي يې له ځان سره ښه زیری هم درلودل.
د سږنۍ اورښتونو له برکته همدارنګه ډيری بې ځایه سوي کسان بیرته خپلو سیمو ته تللي او په کرنه يې بیا پيل کړی دی.
کندهار چي د افغانستان یو له زراعتي ولایتونو څخه شمیرل کیږي، ۷۰ سلنه اوسېدونکي یې په کرنه بوخت دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون