د میدان وردګو ولایت والي مظفر الدین یمین وايي، په سیداباد ولسوالۍ کي وروستي هوايي عملیات له دوی سره له همغږۍ پرته تر سره سوي دي.
یمین رسنیو ته ویلي چي په دې عملیاتو کي درې ملکي وګړي وژل سوي دي.
نوموړی وايي، چي په داسي عملیاتو کي د دقت لپاره اړینه ده چي له ولایتي چارواکو سره خبري وسي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چي په دې عملیاتو کي اووه تنه ملکي وګړي وژل سوي چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي.
د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ ویاند حکمت دراني هم ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون