د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بېګ وویل چي په دې برید کي د ملي اردو یو سرتیری وژل سوی او یو هم ټپي دی.
تر دې وړاندي د جمعې په شپه هم طالبانو په بالامرغاب کي پر درېیو پوستو بریدونه کړي وو چي د بادغیس د والي عبدالغفور ملکزاده په وینا، په لړ کي یې د ملي اردو یو سرتېری وژل سوی او ۷ نور ژوبل سوي وو.
د بادغیس د ولایتي شورا رئیس وايي چي په بالامرغاب ولسوالۍ کي د امنیتي پوستو شمېر لږ دی او که حکومت دې ولسوالۍ ته کومکي ځواک ونه لېږي، ممکن دا ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون