په کندهار کي سیلاب ځپلي کورنۍ وايي،د ولایتي ادارې له لوري ورسره سوي مرستي یې اړتیاوي نسي پوره کولای

راپور: محمد یار مجروح

دا په کندهار ښار کي د قومندو مرکزي سیمه ده.

دلته د اورښتونو له امله زیامن سوي کسان وايي، د ولایتي ادارې له لوري وسره ډیره کمه مرسته سوې او د دوی دکورنیو لومړنۍ اړتیاوي هم نسي پوره کولای.

دوی له حکومته غواړی تر څو لازمي مرستي ورسره وسي.

د ښار په یو شمېر نورو مرکزي سیمو کي هم زیانمني سوې کورنۍ وايي،د ولایتي ادراې له لوري په ښه ډول سروې نده سوې او اړمنوکسانو ته مرستي ندي رسېدلي.

د کندهار ولایتي اداره مني چي یو شمېر کسان به له مرستو پاته سوي وي خو زیاتوي چي د اورښتونو زیان ډېر وو او دوی باید لومړۍ هغو کورنیو ته مرستي ورسوي چي ډیره اړتیا لري.

دوی وايي، په دا ډول پيښو کي دي عام کسان د حکومت سره همکاري وکړي.

د کندهار د طبعي پيښو سره د مبارزې رئيس مسعود پښتون وايي، د ښار په پرتله په ولسوالیو کي زیاتي کورنۍ زیانمني سوي چي دا مهال په ولسوالیو کي د سروې ټیمونه په کار بوخت دي.

د طبعي پيښو په ضد دمبارزې رئيس وايي، په راتلونکې اونۍ کي د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کي بیا د توپاني باران د اورېدو اټکل سوی او باید د اوبو پر مسیر پرتې کورنۍ سر له اوسه له خطرناکه سیمو څخه ووزي.

په کندهار کي د جمعې اوشنبې ورځو کي پرلپسې اورښتونو نژدې درې زره کورنۍ زیانمني کړي او همدارنګه یې ۲۵ کسان وژلي، شاخوا ۴۰ يې زخمیان کړي او کم شمېر کسان لا هم ورک دي.

د طبعي پيښو پر ضد د مبارزې مسؤلین پر خیریه ټولنو او شمتمنو هیوادوالو ږغ کوي تر څو د زیانمنو سویو کورنیوسره د مرستو په برخه کي ورسره همکاري وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...