په هلمند کي رواني جګړې او چادوني ددې لامل سوي دي چي د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالي زیات کړي

راپور: جواد داوری

د هلمند د ښځو چارو ریاست مسٔولیني وايي، په تیر کال کي نژدې ۷۷ قضیی ورته راغلي دي چې ډیري يې د تاوتریخوالي او زرو زیاتي له امله رامنځته سوي دي.

بل خوا د هلمند ولایتي چارواکي وايي د ښځو د ژوند په ښه کیدو کي به هلي ځلي کوي.

د معمول له مخي هر کال د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ورځ په ټول هیواد کي لمانځل کیږي تر ډیره ددې ورځي لمانځنه تشریفاتي بڼه لري.

د هلمند میرمني هیله لري چي حکومت او نړیوال مرستندویه موسیسات به د ښځو د ژوند په ښه کیدو کي له خپل اغیز څخه کار واخلي خو تراوسه نه دي سوي.

په هلمند کي د روانو جګړو،چاودنو او هوایي بریدونو له امله ډیري میرمني بې سرپرسته سوي دي او آن خپل فامیلیونه يې له لاسه ورکړي دي.

د ښځو چارو ریسه وجیهه رسولي وايي د ښځو مشکلات ېي له وزارت سره شریک کړي دي خو مرکزي اداري هلمند ته چنداني پاملرنه نه لري.

د ښځو د حقوقو مدافعین او دیني عالمان په دې نظر دي چي تر هغو کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو د ښځو پر وړاندي موجود وي همدا تاوتریخوالي به روان وي.

دوی وايي، په کورنیو کي اصلاحاتو ته اړتیا ده تر څو ذهنیت ددې پاره جوړ سي چي په انجونو زده کړه وکړي او د واده په حق کي يې تیری ونه سي.

د هلمند د والي مرستیال مجاهدالله صفاري وايي داسي ډیري قضيي ورته راغلي دي چي په بدو کي يې ښځي ورکړي وي بیا د کورنیو تر منځ د دوهم ځل د پاره مشکلات رامنځ ته سي دی ټینګار کوي چي دیني عالمان او دسیمي بانفوذه مشران دي هڅه وکړي تر څو میندي او پلرونه پوه کړي چي په خپلو ښځینه اولادونو تعلیم وکړي.

د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالي تر ډیره بریده په کلیواله سیمو کي رامنځته کیږي چې هغه پیښي له حکومت سره نه شریکیږي فقر او بیکاري هم د ښځو د ژوند تر ټولو عمده ننګونه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...