راپور: اجمل وصال
د روزګان ولایتي شورا او خلک وایي، دغه ولایت د معاملي په ترڅ کي یوه سیاسي حزب ته ورکول سوی چي کمزورې رهبري یې اوبه د روزګانیانو ترستوني رسولی دي.
دوی وایې، نور اړدي د ارګ پر ځای د خپلو ستونزو د حل لپاره سیاسي حزبونو ته د مرستي مراجعه کوي.
د ولسونو استازو او لسګونو عامو اوسیدونکو د ولایتي شورا د غونډو په تالارکي دغه څرګندوني کولي او د مرکزي حکومت یې غوښته چي نور دي پر روزګان معاملی نه کوي.
په وینایې ، مرکزي اداره د خلکو ږغ نه اوري او دغه ولایت یې د سیاسي معاملي ښکار کړی دی.
په غونډه کي لسګونو قومي مشرانو، مدني فعالینو، ځوانانو او یوشمیر نورو ګډونوالو هم پر مرکزي حکومت سختي نیوکي کولي، چي د ستونزو د حل لپاره په خپلو کړونو کي پاته راغلي او ږغ یې نه اوري.
دوی وایي، روزګانیان څوځلي ارګ ته د ستونزو د حل لپاره ورغلي او د سته ناخوالو څخه یې د خلاصون غوښتنه کړې، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړې.
غوښتني دا دي چي د روزګانیانو اساسي ستونزو ته دي پام وسي.
ولایتي ادارې بیا د روزګانیان د نوي غبرګون په تړاو څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون