د کورنیو چارو وزارت: په کابل کي د نننۍ حملي لارښود نیول سوی

د کورنیو چارو وزارت وايي چي په کابل کې د نننۍ حملې لارښود نیول سوی دی.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات پر ټوېټرلیکلي چي په سیمه کي د پولیسو ځانګړي قطعه په سیمه کي عملیات کوي.

سادات لیکلي:

“ترهګرو د روشن ټیلیفوني شبکي له یوه برجه چي د پغمان او اتلسمې ناحیې تر منځ و، راکټ ویشتی دی، د حملې تنظیمونکی ځای پرځای نیول سوی او عملیات روان دي.”

د دشت برچي په نننۍ غونډه کي د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، جمهوري ریاست ته کاندید محمد حنیف اتمر او یو شمېر نور پېژندل سوي سیاسي کسان موجود وو.

محمد حنیف اتمر پر خپل ټوېټر لیکلي چي د پېښې له ځايه روغ خپل کور ته رسیدلی خو اته تنه ساتونکي یې زخمیان سوي دي.

په‌دې حمله کي جمهوري ریاست ته کاندید عبداللطیف پدرام زخمي سوی دی.

د حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په یوه ټویټ کي ویلي چي حمله تروریستانو کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...