راپور: اجمل وصال
د روزګان والي اسدالله سعید دغه څرګندوني د ولسي تړون پروګرام دیوې غونډي پرمهال په داسي حال کي وکړي، چي د ولسي تړون د ولایتي دفتر مسٔوولین، د همکارو ریاستونو مشران، ولایتي شورا استازي او یوشمیر نورو خلکو هم برخه لرله.
والي وایي، ولسي تړون پروګرام په هیواد کي د کیلوالي خدمتونو او یوشمیر بنسټیزو پروژو د پلي کولو چاري مخي ته وړي او اړینه ده، چي دغه پروژې په ټول هیواد کي په یو ډول ترسره سي.
د روزګان والي وایي، ددغه ولایت په زیاتو سیمو کي دیاد پروګرام مخینوی نه یوازي سیمه ییز وسله وال طالبان کوي، بلکي زورواکي او په دغه پروګرام کي د ښه مدیرت نه شتون هم ددې لامل سوی، چي روزګان کي د ولسي تړون پروګرام هغه ډول عملي نه سي، لکه څنګه چې اړتیا او پلان وي.
غونډه کي ځایي د ولایتي شورا استازي او یوشمیر نور برخوال هم د ولسي تړون پر سته پروژو او کارونو نیوکه کوي، چې نه دي توانیدلي په سیمه کي خپل فعالیتونه په ښه توګه پلي کړي.
دوی وایي، ولسي تړون د پیل څخه تردې مهاله یوازي دغه پروګرام د مرکز ترینکوټ څومترۍ کي فعالیت لرې.
تردې وړاندي هم روزګان کي د ولسي تړون پروګرام نیوکي سوي وې، چي د پلان له مخي د پروژو پلي کولو پاته راغلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون