په غزني کي ښځينه فعالاني په دولتي ادارو کي د ښځینه کارکوونکو د کموالي له امله اندیښمني دي

راپور: خدیجه اشرفي

ښځینه فعالاني وایي هر کال د غزني ولایت له دولتي او په دې ولایت کي له خصوصي پوهنتونونو څخه سلګونه ښځینه محصلیني له بیلابیلو څانګو څخه د لیسنانس په کچه فارغیږي خو اکثریت یې بې کاره او کورونو کي ناستي دي.

دوی وایي د استخدام په پروسه کي د اداري او اخلاقی فساد د شتون ادعا کوي چي له کبله یې ډیری ښځي نه استخدامیږي.

هاخوا د ښځو چارو د ریاست مسئولین هم مني چي دولتي ادارو کي د ښځینه کارکوونکو شمیر کم دی خو وایي چي هڅه کوي څو د استخدام کمیټه کي له خپل غړیتوب څخه په استفادي د ښځینه کارکوونکو له جذب سره اړینه مرسته ترسره کړي.

د غزني ولایت د جندر څانګي کارپوه هم ټینګار کوي چي د کار له پیل راهیسي یې دولتی ادارو ته د ښځینه کارکوونکو د جذب په برخه کي یو شمیر ګامونه پورته کړي دي.

د یادوني وړ ده چي د غزني ولایت په دولتي ادارو کي د ښځینه کارکوونکو شمیر شاوخوا ۲ سلنه ده خو د ځایي اداری مسئولین وایيی چي دولتي ادارو ته د ښځینه کارکوونکو د استخدامولو لپاره یو شمیر پلانونه ترلاس لاندي لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...