راپور: محمد یار مجروح
د وروستیو اورښتونو له امله دکندهار په ښوراندام سیمه کي صنعتي فابریکو ته شاوخوا ۷۵میلیونه افغانۍ زیان اوښتی او په زرګونه کسان بیکاره سوي دي.
د صنعتي فابریکو یوشمیر مسؤلین وايي، د اورښتونو پر مهال اوبه فابریکو ته ننوتي او په میلینونو زیان یې وراړولی دی.
فابریکو ته د اوبو دننوتلو له امله له تیره اونۍ راهیسي د ډیرو فابریکو فعالیت هم ځنډېدلی دی.
د صنعت کارانو د ټولني مرستیال عبدالباري وايي، د ښاروالۍ د نه پاملرني له امله ورستیو اورښتونو په صنعتي پارک کي نژدې ۷۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی او همدارنګه ۱۵۰۰ کاریګر بیکاره سوي هم دي.
بلخوا د وچي میوې سوداګر هم وايي، د حکومت د نه پاملرني له امله ډیر کم اورښت دوی ته زیات مالي زیان اړوي.
دافغانستان دمتشبثینو بورډ مشر حاجي آغا وايي، په صنعتي پارک کي د پل، پلچک او روغ سړک د نشتوالي له امله صنعت کاران د کم اورښت پر مهال هم له ستونزو سره مخ وي.
دده په خبره ښاروالي ته هر کال پر وخت دمځکي محصول او کرایه ورکوي خو فعالیتونو يې نه تر سترګوکیږي.
د کندهار په صنعتي پارک کي له ۲۲۰ فابریکو څخه شاوخوا ۸۰ فابریکې د برېښنا او د حکومت د نه پاملرني له امله له فعالیته لوېدلي دي.
د متشبصینو عالي بورډ وايي، که د برېښنا ستونزه حل نسي، په کندهار کي به ډیری صنعتي فابریکې له فعالیته ولویږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون