راپور: اجمل وصال
سمونوال خطاب خنجري د خاصو قطعاتو پخوانی افسر تیره ورځ روزګان کي د نوي امنیه قوماندان په توګه رسمآ دنده پیل کړه.
د روزګان والي او ددغه ولایت پخواني امنیه قوماندان مل پاسوال محمد عظیم هاشمي نوي ټاکل سوي امنیه قوماندان ته د نوي دندي د مبارکۍ ترڅنګ له هغه وغوښتل چي د پولیسو په لیکو کي اصلاحات راولي او د فساد پر ضد مبارزه چټکه کړي.
دوی وایي، د پولیسو په لیکو کي د فساد مخنیوي ترڅنګ، د هغوی میاشتني معاشونه اوس بانکي سوي هغه څخه چي پخوا نه وه.
نوی امنیه قوماندان وایي، هڅه به وکړي چي د پولیسو په چوکاټ کي سته فساد صفر ته راټیټ کړي او د وسله والو پر وړاندي روانه مبارزه چټکه کړي.
سمونوال خطاب خنجري وایي، لاهم روزګان کي د دوه کلني جګړی نښي نښاني د ولایت او امنیه قوماندانۍ په څومترۍ کي ښکاري او دا ددې ښکارندوی کوي، چي طالبان ددغه ولایت په زیاته سیمه کي واکمني لري.
امنیه قوماندان وایي، تردې وروسته هر پولیس ته پر خپل وخت معاش او اعیاشه رسیږي او په دې برخه کې به سته ستونزي پای ته رسوي.
خنجري د تیرو دریو کلونو راهیسي نهم امنیه قوماندان دی چي د روزګان امنیتې چاري په واک اخلي، خو ددې سره سره لاهم اروزګان کلابند او ټولي لاري یې تړلي پاته دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون