د امریکا د سنا غړو رانډ پال او ملګرو یې په تازه څرګندونو کي ویلي، چي په افغانستان کي د امریکا جګړه خورا اوږده سوه او اوس ددې وخت دی چي پای ته ورسول سي. د پال په خبره ژر به پر داسي یوه طرحه کاروکړي څو د امریکا حکومت اړ کړي، چي خپل سرتېري له افغانستان وباسي. دده په وینا د امریکا یو نسل په جګړو کي وزږېد رالوی سو، خو بې ګټې او بې هدفه جګړه لا هم په افغانستان کي روانه ده.
هغه زیاته کړې، امریکايي سرتېري په افغانستان کي پر بې ګټې جګړه بوخت سوي دي، چي له امله یې پر خپل امنیت د امریکا تمرکز کم شوی دی. امریکایي سناتورانو تر دې وړاندې هم له امریکایي حکومت غوښتي وو، چې خپل ځواکونه دې له افغانستان وباسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون