د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قطر کي د سولي روان مذاکرات ډیر پیچلي یاد کړي دي

مایک پومپیو په دوحه کي د امریکايي هیئت او طالب استازو ترمنځ روانو مذاکراتو ته په اشارې ویلي، چي دغه خبري ډېري پیچلي دي، خو وايي، په دغو خبرو کي ځیني پرمختګونه هم سته، چي ښايي نيږدې راتلونکي کي دی خپله پکښي برخه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په قطر کي مذاکرات ځکه غځیږي، چي افغانستان تلپاتي سولي او ثبات ته ورسیږي.
پومپيو په داسي حال کي طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته د خپل سفر خبر ورکړی ، چي وړمه ورځ د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير هم په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ليدلي وو او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم دوحې ته رسيدلی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...