د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت: له پاکستانه راستنیدونکو افغان کډوالو ته ځمکي ورکول کیږي

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو راستنېدو ته پوره چمتووالی لري.

دغه وزارت داسي مهال دغه څرګندوني کوي چي د رواني مارچ میاشتي پر لومړۍ نېټه د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري په مرسته له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو داوطلبانه بهیر بېرته پيل سوی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر وویل، په کور دننه د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له اجراییوي کمیټي سره په ۱۳۹۸ کال د یو میلیون کډوالو راستنیدو ته پوره چمتووالی نیولی دی.

دغه وزارت وايي چي د ولسمشر غني د تیر کال د ۳۳۵مې ګڼي د فرمان له مخي د کمېټو پر رامنځته کولو کار روان دی تر څو ځمکي مشخصي سي او مستحقو کسانو ته یې ورکول پيل سي. د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له ‌مخي د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو دوو میاشتو کي ۹۹۰ تنه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...