د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د افغانستان په جنوب او لویدیځ کي وروستیو سیلابونو شاوخوا دوه زره کورنیو ته زیان اړولی دی.
د اوچا د راپور پر بنسټ، سیلابونو یوازې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي ۱۵۰۰ کورنۍ چي اکثره یې کوچیان دي زیانمني کړي دي. اوچا په خپل راپور کي ویلي، په کندهار کې امنیتي ځواکونو زر تنه هغه کسان چي په سیلابونو کي بند پاته وو، ژغورلي او خوندي سیمو ته یې لېږدولي دي. په ورته وخت کي په لویدیځ کي د فراه ولایت د حنیف اباد، شیخ اباد او اناردره ولسوالۍ سیلابونو سختي ځپلي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
راپور وایي، سیلابونو دغه راز د هرات ولایت په شینډنډ، زاول، زیرکوه، پشتونزرغون او اوبه ولسوالیو کي هم تر ۵۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون