د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وایي، له طالبانو سره د سولي په صورت کي به هم یو شمیر پوځیان په افغانستان کي حضور ولري.
له طالبانو سره د سولې خبرو په لړ کې یاد لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي، دی پر طالبانو باور نه لري او که چېري له طالبانو سره سوله کېږي هم باید یو شمېر سرتېري په افغانستان کي حضور ولري څو دا هېواد یو ځل بیا د وسله والو ترهګرو پر امن ځاله بدل نه سي.
نوموړي له سي ان ان ټلویزیوني شبکي سره په مرکه کي ویلي، له ترهګرۍ سره مبارزه د امریکا له لومړیتوبونو څخه ده او سپینه ماڼۍ به هیڅکله په پټو سترګو پر طالبانو باور ونه کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له څو ورځو راپدېخوا په قطر کي له طالب پلاوي سره په خبرو بوخت دی. که څه هم تر اوسه ددې خبرو جزییات په رسمي ډول نه دي خپاره سوي خو ویل کیږي چي دواړه لوري د سولي په تړاو مهمو پرېکړو ته سره نږدې سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون