د امریکا په الاباما ایالت کي د سخت توپان له امله د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۳ کسان مړه سوي دي.
دغه توپان وني ایستلي، سړکونه او ودانۍ یې هم ډېري زیانمني کړې دي.
د لي کاونټي د سیمي پولیس چارواکو ویلي چي تر اوسه د مړو شمېر ۲۳ تنو ته رسیږي او یو شمیر نور کسان په روغتونونو کي بستر دي چي د ځینو هغو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د چارواکو په وینا په الاباما کي د څه باندې ۶زره کورونو برښنا پرې سوې او په څنګ لوري جورجیا کي هم ۱۶ زره کورونه له برښنا بې برخي سوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر د الاباما او د نورو توپان ځپلو سیمو له اوسیدونکو غوښتي چي ځان خوندي او له احتیاطه کار واخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون