په زابل کي د دریو پرلپسي ورځو اورښتونو له امله خلګو ته ګڼ مالي زیانونه رسیدلي

راپور

ددې ولایت اوسیدونکي وايي، چي اورښتونه یې کورونه نړولي اوسیلابونه یې زراعتي مځکي دمنځه وړي.

دوی تمه لري چي دولت ورسره مرستي وکړي.

دولایتي شورا هم دزیانونو د تائید ترڅنګ وايي د ځینو ولسوالیو لاري هم بندي سوي دي.

د زابل په مرکز کلات او ولسوالیو کي د دریو ورځو پرلپسي اورښتونو له امله د دې ولایت د یوشمیر ولسوالیو لاري د مرکز کلات سره تړل سوي  اورښتونو او راوتلو سیلابونو د خلګو کورونو او ګرهڼیزو مځکو ته زیانونه اړولي دي.

دمرکز کلات او د ولسوالیو اوسیدونکي وايي چي اورښتونو یې کورونه ور نړولي او اوسمهال تر شنه اسمان لاندي په یخه هوا کي ژوند کوي.

دوی وايي چي کمزوري اقتصاد یې هم ژوند ګواښي چې له امله یې دمګړی د خوراکي او سونګ توکو د کمښت سره لاس او ګریوان دي.

د زابل ولایتي شورا عامو خلګو ته د اوښتي زیانونه ترڅنګ وايي چي د دې ولایت د یوشمیر ولسوالیو لاري هم مرکز کلات سره تړل سوي او هلته د استوګنو د کورونو ترڅنګ کرهڼیزي مځکي هم راوتلو سیلابونو وړي دي.

د زابل د ولایتي شورا ریس عطامحمد حقبیان وايي چي د ولایتي ادارې مرستي د خلکو سره بسنه نه کوي او باید مرکزي حکومت د خلګو ږغ واوري او ورسره لازمي مرستي وکړي.

بل خوا ولایتي اداره هم د دې ولایت اوسیدونکو ته اوښتي زیانونه تائیدوي او زیاتوي چې دا مهال یې د سروې ټیمونه په سیمه کې په سروې بوخت او یوشمیر کورنیو ته یې اړیني مرستي رسولي دي.

دزابل دوالي ویاند ګل اسلام سیال وايي چې د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست او سرې میاشتي لخوا مرستي رواني دي او د نورو مرستو لپاره یې د مرکز څخه دهمکارۍ غوښتنه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...