ټرمپ: شمالي کوریا دي د پياوړي اقتصاد لپاره اټومي وسلي ختمي کړي

د امریکا ولسمشر وايي که شمالي کوریا پیاوړی اقتصاد غواړي نو باید اټومي وسلي له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کي د خبرو پر مهال ویلي، تر هغه به په شمالي کوریا بندیزونه وي، چي دوی خپلي اټومي وسلي نه وي ختمي کړې.

دده په خبره که شمالي کوریا پیاوړی اقتصاد غواړي نو باید خپلي اټومي وسلي له منځه یوسي.

د ټرمپ او کیم جونګ اون ترمنځ لیدنه بې پایلي پای ته ورسېده او ویل کېږي چي د کیم جونګ اون غوښتني ډیري لوړي وي.

ټرمپ وایي لا هم هیله سته چي له شمالي کوریا سره یوې هوکړي ته ورسیږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...