د کرهڼي مسؤلین وايي، په کندهار کي د اورښتونو کچه ۲۲۰ ملي متره ته لوړه سوې ده

راپور: محمد یار مجروح

کندهار د یو اباد کال لپاره شاوخوا ۲۰۰ ملۍ اورښت ته اړتیا لري چي پرله پسې اورښتونو پکښي د کروندګرو د آباد کال هیلي راټوکولي دي.

مسؤلین وايي، سږ کال د کندهار په هغه ولسوالیو کي د اورښتونو کچه لوړه ده چي تېر کال وچکالۍ زیاتي ځپلې وې.

دا په کندهار کي په تیرو ۱۵ کلونو کي بې ساري اورښتونو دي چي د یو ښه آباد کال هیلي ورکوي.

د کندهار دکرني مسؤلین وايي، په دغه ولایت کي د اورښتونو کچه ۲۲۰ ملۍ ته لوړه سوې چي د یوه آباد کال لپاره ښه زیری دی.

د کندهار دکرني رئيس حفیظ الله سیدي وايي،  کندهار د یوه آباد کال لپاره ۱۵۰ ملۍ اورښت ته اړتیا لري چي سږ کال پکښي د اورښتونو کچه ۲۲۰ ملۍ ته رسیږي.

دده په خبره راتلونکو ورځو کي د نورو اورښتونو آټکل هم سوی دی.

د کندهار کروندګر سږنۍ اورښتونه په تیرو ۲۰ کلونو کي بې ساري بولي او زیاتوي چي د دوی لپاره اورښتونه د آباد کال یو ښه زیری دی.

خو د دغه وروستیو اورښتونو له کبله د کندهار کابل لار هم د کندهار او زابل په اوږو کي د سیلابونو له کبله د مسافرو پر مخ د څوساعتونو لپاره تړل سوې وه او خلکو ته یې زیانونه هم اړولي دي.

د کندهار د دریايي حوزې مسؤلین وايي، په شمالي سیمو کي د واورو د ورستیو اورښتونو له کبله د دهلې بند اوبه ۲۲ مترو ته لوړي سوي دي، او تر راتلونکو څو ورځو پوري به ددهلې اوبه پارچاو سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...