په کندهار کي قومي مشرانو، علما‌ء او ځوانانو د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ

راپور: مهتمم صالح

په کندهار کي د قومي مشرانو، علماء، ځوانانو او مدني فعالانو لخوا د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاينغونډه جوړه سوه، چي پر مهال يې د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل، امنیتي ځواکونه د خلکو اولادونه دي او د همدې خلکو لپاره یې قربانۍ ورکړي دي چي هیڅ لکه به د خلکو هیري نه سي.

په غونډه کي امنيتي ځواکونو وويل، تل به د خپل هيواد او هيوادوالو ساتنه کوي او اجازه نه ورکوي، چي د هيواد دوښمنان په هيواد کي خپلو شمو اهدافو ته ورسيږي.

د امنیتي ځواکونو په استازیتوب ډګروال مزمل صافي وویل، امنيتي ځواکونه اماده دي چي د خپلو هيوادوالو د ساتني لپاره هر ډول قرباني ورکړي.

په غونډه کي قومي مشرانو، علماء او ولسوالانو وويل، ولسونه دي د امنيتي ځواکونو قربانۍ د ځان قرباني وګڼي او د دوی ملاتړ دي وکړي، تر څو افغان ځواکونه په پوره مرال د هيواد ساتنه وکړي.

دوی وايي، خلک دي، خپل اولادونه د امنيتي ځواکونو په لیکو کي ودروي، تر څو د هيواد او خلکو ساتنه وکړي.

ویناوالو په دغه غونډه کي له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې په یووالي او اتفاق سره همېشه د خپلو سرتیرو تر څنګ ودریږي تر څو هیڅ دښمن ونه کولای سي چي افغان پوځ ته یو ځل بیا زیان ورسوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...