راپور: جواد داوري
د طبعي پیښو سره د مبارزي ریاست چارواکي وايي د لومړنیو مالومات له مخي شاوخوا ۵۰۰ جریبه مځکه او تر سل ډیر کورونه د باران او سیلاب اوبو زیانمن کړي دي.
د سیمي اوسیدونکي وايي له خپلو کورونو بې ځایه سوي دي خو دولت هم تراوسه مرسته نه ده ورسره کړي.
داچي په دې اخرو کي د هلمند په مرکز او ولسوالیو کي د باران شدت زیات و په شمالي ولسوالیو کي واوره په مرکزي او جنوبي ولسوالیو کي د باران اوبو سیلابونه و بهیدل له امله يې کورونه او کرنیزي مځکي زیانمني سوي.
د باباجي د سیمي اوسیدونکي وايي د ماندونو په بهیدو سره يې کورونه او مځکي اوبو وړي دي خو تراوسه کوم ارګان ورسره مرسته نه ده کړې.
پر همدي مهال د هلمند ولایتي شورا ریس عطاالله افغان وايي دغه ډول طبعیي پیښو ته له وخته تیاری نه دی نیول سوی له همدي امله د سیمي اوسیدونکي زیانمن سوي دي او اړونده ارګانونو او موسیساتو د مرستي په توزیع کي شفافیت نه دی رامنځته کړی.
دی وايي د اړمنو او زیانمن سویو کسانو په نومونو مرستي پر نا مستحقو کسانو ویشل کیږي.
په هلمند کي د طبعي پیښو د سره د مبارزي ریاست مرستیال اباسین مجذوب وايي د سروي ټیمونه يي ګرشک ولسوالۍ ته لیږلي او همدارنګه په ګرمسیر او نورو سیمو کي هم د کورونو تر څنګ کرنیزي مځکي د سیلاب اوبو وړي دي او په ځینو سیمو کي د کوچیان څړ ځایونونه زیانمن سوي او یا هم څاروي قرباني سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د اضطرار کمیټې په دې اړه د پوره چمتوالي خبر ورکړی و خو د سیلابونو تر راوتولو وروسته بیا هم خلکو ته پر وخت مرستي نه دي رسیدلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون