راپور: محمد یار مجروح
دکندهار ولایتي مسؤلین وايي، لدې سره به د کندهار تر څنګ د زون په کچه د عدلې طب په برخه کي ستونزي راکمي کړي.
پر یاد تعمیر ۹۸ لکه افغانۍ لګښت راځي چي دماليې وزارت له لوري ورکول کیږي.
په کندهار کي دعدلي طب څیړنیز مرکز د تعمیر چاري پيل سوې.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب د یادي پرانیستي پر مهال وویل، د عدلي طب پر تعمیر ۹۸ لکه افغانۍ لګښت راځي چي د مالیې وزارت دغیر مشروطه بودیجې څخه ورکول کیږي او د یوه کال په موده کي به ورغیږي.
دده په خبره لدې سره به د کندهار تر څنګ به د زون به کچه دعدلي طب په برخه کي ستونزه حل سي.
بلخوا د کندهار د روغتیا مسؤلین وايي، د عدلي طب په برخه کي اساسي ستونزه د تعمیر نشتون وو چي د تعمیر د جوړېدو وروسته به ستونزي راکمي سي.
د کندهار د روغتیا رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، لدې سره به د ورغتیا کارکوونکي وتوانیږي چي د عدلي طب په برخه کي مهمي قضيي وڅیړي.
په کندهار تر دې وړاندي د عدلي طب په برخه کي په ډېره کمه کچه پيښي څیړل کېدې چي د مسؤلینو په خبره اوس به وتوانیږي چي د جینايي جرمونو، قتل او مخدره توکو لویي قضیې وڅېړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون