د وینزویلا امنیتي ځواکونو پرون د هغو اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوښکي بهونکي ګازه کار اخیستی دی چي د برازیل او کولمبیا سرحدونو ته نږدې د بشري مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.
پر اعتراض کوونکو د امنیتي ځواکونو د ځپونکو اقداماتو په پایله کي دوه کسان وژل سوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخي پولیسو پرون په څو سیمو کي له اعتراض کوونکو سره نښتي هم کړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو پر پوځیانو ږغ کړی دی چي د ولسمشر نیولاس مادورو د واکمنۍ پرځولو لپاره له ده سره یو ځای سي.
د چارواکو په خبره یو شمېر سرتېرو د ګوایدو غوښتنه منلې او د نظام پر ضد یې بغاوت کړی دی خو لوړپوړي پوځي افسران لا هم مادورو ته وفادار دي.