د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
خلیلزاد په دې لیدنه کي ویلي، چي د سولې مذاکراتو د پر مخ بیولو لپاره ټول شموله بین الافغاني خبرو اترو ته اړتیا ده.
نوموړي ویلي، چي د سولي پر مخ بیولو لپاره، افغانان باید یو ټول شموله، منسجم او ملي پلاوی جوړ کړي.
خلیلزاد ویلي، چي له کابلوف سره یې د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړو د سفر د بندیز په اړه هم خبري کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون