دانش: د حکومت له ګډون پرته به د سولي خبري پایلي ونه لري

د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش وايي، د سولي هر ډول هوكړه بايد د هیواد د سياسي نظام او اساسي قانون په چوكاټ كي وسي.

دانش په كابل كي يوې غونډې ته وويل، د هېواد سياسي نظام او اساسي قانون د طالبانو د ادعا خلاف له اسلامي ارزښتونو سره په ټكر كي نه دي.

نوموړی ټينګار كوي، چي اساسي قانون تعديل ته اړتيا لري، خو په خبره يې، دا تعديل بايد په مناسب وخت كي ترسره سي.

هغه زياته كړه، طالبان بايد له شرط پرته له جګړې لاس واخلي، اوربند ومني او د منطقي مذاكراتو له لارې خپلي غوښتني مطرح كړي. دانش د افغان سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هڅي ستایلي دي. نوموړي ویلي، چي د افغان حكومت له ګډون پرته د سولي هر ډول خبري به پايلي ونه لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...