ترکیه کي د ۲۹۵ پوځي پرسونل د نیولو امر سوی

د ترکيې لويې څارنوالۍ د پوځي پرسونل د ۲۹۵ غړو د نيول کیدو امر صادر کړى دى.

دغه کسان له هغې شبکي سره په اړيکو درلودلو تورن ښودل سوي دي چي رهبري يې په امريکا کي مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن کوي.

انقره وايي، ګولن د ٢٠١٦ میلادي کال د کودتا په ناکامه هڅه کي لاس درلود، خو ګولن دا تورونه رد کړي دي.

د ترکیې لويې څارنوالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کي ويلي په هغو کسانو کي چي ممکن ونيول سي، درې ډګروالان، اته جګړنان او لس تنه بريدمنان شامل دي.

د دغو مشکوکو کسانو نيمايي د پوځ غړي دي.

داعلامیې له مخي پاته نور کسان په نورو پوځي ځواکونو کي دندې لري.

دا لا څرګنده نه ده چي تر اوسه څو مشکوک کسان نيول سوي دي. په ترکيه کي د کودتا تر ناکامي هڅي وروسته له ٧٧ زره ډېر کسان نيول سوي او محاکمي ته په انتظار دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...