د جرمني پارلمان تېره ورځ ددغه هېواد د لومړۍ وزیري په حضور کي پرېکړه وکړه، چي په افغانستان کي به یې د یوه بل کال لپاره هم ځواکونه حضور ولري.
دوی پرېکړه کړې چې دغه پوځيان به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي د افغان ځواکونو روزني او ملاتړ ته ادامه ورکوي.
المان وايي دوی غواړي د افغانستان په پرمختګ، امنیت او ثبات کي خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
د المان پارلمان همدا راز ویلي چي په افغانستان کي د مېشتو سرتېرو شمېر یې تر ۱۳۰۰ کسانو پورې لوړېدلای سي.
المان دمګړی د ۱۲۰۰ په شاوخوا کي سرتېري په افغانستان کي لري چي د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ کې ونډه اخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون