خلیلي: د نړیوالي سولي لپاره باید د افراطیت ملاتړي له منځه یوړل سي

د نړیوالي سولې لپاره باید د افراطیت جرړي او ملاتړي له منځه یوړل سي.
د سولي عالي شورا مشر کریم خلیلي د جنوبي کوریا په پلازمینه کي د سولي په اړه خبري کړي دي.
دده په وینا په نړۍ کي رواني جګړې د افراطیت له امله رامنځ ته سوي دي او ددغه پدیدي په له منځه وړلو سره د نړیوالو ترمنځ فاصلې کمیدلی سي.
دده په خبره که نړیوال سوله غواړي باید د افراطیت رېښي وچي کړي او ددې کار لپاره باید د افراطي افکارو پر ملاتړو هېوادونو نړیوال فشارونه ډیر سي.
کریم خلیلي ویلي ددغه پدیدي د له منځه وړولو لپاره د نړیوالو یووالی او قوي اراده مهمه ده.
خلیلي له نړیوالو غوښتي چي د نړۍ په هر ګوټ کي د سولي له هڅو او هغو اقداماتو ملاتړ وکړي چي د سولي لپاره ترسره کیږي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...