ټرمپ او کیم جونګ اون روانه میاشت په ویتنام کي سره ګوري

د ټرمپ او کیم جونګ ترمنځ د دویمې لیدني ځای او نیټه مشخصه سوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چي د استازو تر اوږدو خبرو وروسته دوی بریالي سول چي له کیم جونګ اون سره د لیدني ځای او نیټه مشخص کړي.

د ټرمپ په وینا دغه لیدنه به د رواني میاشتي په ۲۷مه او ۲۸مه ترسره سي. ټاکل سوې چي ټرمپ او کیم جونګ اون دا ځل په ویتنام کي سره وګوري او یو لړ تړونونه لاسلیک کړي.

ټرمپ پخپل ټوېټ کي ویلي چي شمالي کوریا به دا ځل اټومي توغندۍ نه بلکي بل ډول توغندي جوړوي.

دده په خبره دا به اقتصادي توغندي وي او شمالي کوریا به په سیمه کې په پياوړي اقتصادي هېواد بدله کړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...