د سیاسي احزابو، ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو او پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو له بیا بیا غوښتنو سره ولسمشرۍ ماڼۍ له سیاسی احزابو او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو سره دټاکنو دقانون دتعدیل طرح شریکه کړې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د قانون د تعدیل مسودې پر سر د نوماندانو او څارونکو بنسټونو ترمنځ ناستې پیل سوي او هڅه کیږي چي د ټاکنیزو کمېسیونونو د اصلاح لپاره ژر اقدام وسي.
خو د حکومت له لوري د ټاکنو د قانون د تعدیل مسودې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو غبرګون پارولی او وایي په دې طرح کي داسي موارد راوړل سوي چي دقانون خلاف دولسمشر صلاحیتونه زیاتوي.
دوی وايي حکومت غواړي مخکي له مخکي په ټاکنو کي پراخو درغلیو ته لاره پرانیزي او راتلونکې ټاکني په خپله ګټه پای ته ورسوي.
د نوماندانو له لوري په خپره سوې اعلامیه کي ویل سوي چي ولسمشر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی او د قانون له تعدیل سره باید دقانون پراساس چلند وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون