پخواني ولسمشر حامد کرزي په مسکو کي د سپوتینک په نوم له یوې خبري رسنۍ سره په مرکه کي ویلي، د سولي پروسه کي باید د ټولو لورو نظرونه واخستل سي او اړتیاده چي د سولي ترڅنګ د نورو ستونزو پرسر د بحث لپاره لویه جرګه راوبلل سي.
حامد کرزی د افغان سولي په پروسه کي د امریکا رول مهم بولي، خو وایي په دې پروسه کي باید د مسکو او چین ترڅنګ د سیمي نور هیوادونه هم ښکیل او د هغوی رول ته پام وسي. کرزی وایي، د سولي لپاره باید ښکیل لوري انعطاف وښي او د اساسي قانون د تعدیل ترڅنګ هغه موارد چي قانوني ستونزه نه لري باید پرې تفاهم رامنځ ته سي.
نوموړی وایي، په افغانستان کي د دایمي ثبات لپاره باید له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پرضد د نه کاروني په تړاو قوي ضمانت ورکړل سي.
کرزی وایي، له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو وتل له نړۍ سره د افغانستان اړیکو د پریکون په مانا نه دی ، بلکي په وینا یې د سولې له ټینګښت وروسته باید راتلونکی حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي وپالي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون