پمپیو: پر ایران دي نړیوال بندیزونه ولګول سي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي د ایران د میزایلو د پروگرام د مخنیوي په خاطر باید پر تهران سخت نړیوال بندیزونه ولگول سي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه څرگندوني د ایران د نوې سپوږمکۍ لېږدونکي راکټ د ازمایلو په غبرگون کي کړي دي.

پمپیو زیاته کړه چي ایران د خپلو میزایلو د قوت په زیاتولو سره د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو نه سرغړونه کوي.

له بلې خوا د ایران ولسمشر ایت الله خامنه یي وویل چي ایرانیان به تر هغه مرگ په امریکا نعرو ته دوام ورکړي چي واشنگټن د ایران پر ضد له دښمنۍ ډکي پالیسۍ نه وي بندي کړي.

امریکا وایي ایران د ترهگرۍ ستر ملاتړی هېواد دی او په منځني ختیځ کي د بې ثباتۍ لامل دی.

د ایران د میزایلو په ازمایلو باندي لویدیځو هېوادونو نیوکي کړي او په وار وار یې له تهران نه غوښتي چي دغه ډول ازمویني ودروي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...