په کندهار هوايي ډګر کي د بلک هاک الوتکو ۱۴ تنه پيلوټان او کروچیفان تر شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ سول

راپور: جاوید سمسور

د افغان او امریکايي هوايي ځواکونو قوماندانان وايي، افغان هوايي ځواک ورځ تر بلي د پرمختګ په حال کي دی او د پیلوټانو روزنه هم په ښه ډول دوام لري.

د کندهار د هوايي لوا قوماندان تورن جنرال عبدالرازق شېرزي په دې اړه جوړو سویو مراسمو کي وویل، افغان هوايي، ځواک اوس تر پخوا ډېر غښتلی سوی او د پېلوټانو روزنه هم په ښه ډول دوام لري.

دی وایي، اوس مهال په کندهار هوايي لوا کې ټول ۵۶ پيلوټان د بلک هاک لپاره روزل سوي.

د پیلوټانو د فراغت په دې مراسمو کي د قاطع ملاتړ ماموريت د هوايي برخي سلاکارانو او پوځيانو هم برخه اخيستې وه.

د امريکايي هوايي ځواکونو قوماندان تورن جنرال بېري سګوین وویل، له افغان حکومت سره په ګډه د افغان هوايي ځواک د عصري کېدو لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

دی وايي، موږ به د افغان پیلوټانو روزني ته دوام ورکړو، دا یو اوږدمهاله پلان دی او په دې برخه کي ډېر پرمختګ راغلی.

فارغ سویو پيلو ټانو هم وویل، دوی شپږ مياشتي زده کړي تر سره کړي او په دې برخه کي نوي ځوانان ډېره علاقمندي لري.

افغان هوايي ځواکونو ته تر اوسه ۳۰ باله بلک هاک الوتکي ور کړل سوي او ټاکل سوې چي د دریو کلنو په موده کي ۴۶ باله بلک هاک الوتکي د امریکا له خوا ورکړل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...