په کندهار کي صنعت کاران وايي، که دولت ورسره همکاري وکړي، کیدلای سي صنعت پراخ او ډیری تولیدات دلته خپل ولري

راپور: مهتمم صالح

په کندهار ولايت مقام کي کورنيو توليداتو ته د ودي او بازارموندني لپاره کمپاينيز نندارتون جوړ سو، چي پر مهال يې د افغانستان د معدنو او صنایعو وزارت معين ظهورالدين شېرزاد وويل، په کندهار ولایت کي دوه صنعتي ښارګوټي سته چي تر ۱۵۵ زیاتي توليدي فاپريکې لري.
دغه راز شېرزاد وايي، دوی د کندهار د نخي او پشمي تصديو يوه مهمه طرحه د بيا رغوني په موخه ولسمشر ته وړاندي کړې.
ظهورالدين شېزاد وايي، د صنعت د پر مختګ او ودي په موخه د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په دريو برخو د خامو موادو طرحي، د صنعت د ودي په موخه لنډمهال کورسونه او د صنعتي توکو لپاره د بازار موندني په برخه کي نړوال او ملي نندارتونونو جوړولو کي د صنعت کارانو سره مرسته کوي.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب بیا وویل، د هیواد لپاره تر ټولو مهم اقتصاد دی چي هغه د صنعت له لاري راپورته کیږي او له ښه اقتصاد سره په هره برخه کي پرمختګ راتلای سي.
منيب وايي، ولايتي اداره هڅه کوي چي صنعت کاران حمايه کړي، تر څو په کندهار کي صنعت پر مختګ وکړي او بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره سي.
بلخوا د کندهار ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکريزوال د حکومت څخه غوښتنه کوي، چي پر پانګوالو ماليه کښته کړي.
په دغه نندارتون کي صنعت کارانو وویل، که دولت ورسره همکاري وکړي، کولای سي، داخلي تولیداتو ته پراختیا ورکړي چي ورسره د ټول هیواد اقتصاد غوړیږي.
د دوی په خبره لا تر اوسه يې د خامو او پخو موادو ماليه ډېره لوړه ده، خو کورني تولیدات يې بازار نه لري چي په داسي حال کي ډيری سوداګر پانګوني ته زړه نه ښه کوي.
صنعت کاران وايي، د دغسي نندارتونونو څخه يې موخه دولتي چارواکو ته د صنعت کارانو پېژندل، له دولت څخه د صنعت کارانو غوښتني، تر دولتي ادارو پوري د کورنيو توليداتو رسول او بازارموندنه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...