والسټریټ ژورنال: پنټاګون پلان لري چي له سوريې امریکایي ځواکونه وباسي

پنټاګون پلان لري چي د اپرېل د میاشتي تر پای پوري ټول امریکايي ځواکونه له سوریې وباسي .

ټاکل سوې چي له سوریې د امریکايي سرتیرو وتل پر دې سربېره چي عملي سي د امریکا حکومت تر اوسه له دې هیواده د خپلو سرتیرو له ایستلو وروسته د کردي ځواکونو د خوندیتوب پلانونه نه دي بشپړ کړي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼي دا راپور د امریکا د یو شمیر اوسنیو او پخوانیو چارواکو له خولي چي نومونه یې نه دي یاد سوي، ورکړی دی.

د دې راپور په جواب کي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چي امریکا تر اوسه پوري له سوریې د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو مهالوېش نه دی چمتو کړی. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر میلادي کال کي ویلي و، چي له سوریې څخه به امریکايي سرتیري وباسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...