ولسمشرۍ ماڼۍ کي د راتلونکو ټاکنو د یو شمېر نوماندانو، د سیاسي ګوندونو د رهبرانو او د هغوی د استازو په حضور کي مشورتي غونډه جوړه سوه.
له ارګ په رالیږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، په دې غونډه کي چي نن له غرمې مخکي په چهارچنار ماڼۍ کي جوړه سوه، د ټاکنو قانون د ځینو مادو د تعدیل او حذفولو پر طرحي بحث او خبري وسوې.
غونډې ته ولسمشر غني په خپلو خبرو کي ویلي، چي د ټاکنو په قانون کي د تعدیل په اړه عمومي اجماع ته اړتیا ده.
ده زیاته کړې، د ټاکنو قانون د تعدیل لپاره مسوده چمتو سوې، ترڅو د ټولو د نظریاتو پر بنسټ پکښي تعدیل عملي سي. یادي غونډي د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش وویل، د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده، یوه حکومتي طرحه نه، بلکي په دې اړه له ۲۰ نه زیاتي غونډې جوړي سوي او دا طرحه د دې غونډو د وړاندیزونو او مشورو محصول دی.
غونډې پریکړه کړې، چي د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او د ټاکنو اړوند مدني بنسټونو له استازو جوړه تخنیکي کمېټه به په دوه ورځو کې یاده مسوده له هراړخیزو بحثونو وروسته نهایي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون