روزګان : د نظام او بین لافغاني سولي په ملاتړ غونډه وسوه

راپور: اجمل وصال

روزګان کي ګڼ شمیر  کسان راټول سوي ترڅو د موجوده نظام او بین افغاني سولي څخه ملاتړ وکړي.

دوی د افغان امنیتي ځواکونو بر ضد هغه څرګندوني هم وغندلي چي موده کي د طالبانو مرکه چي پلاوي مشر کړي وي.

روزګاني اوسیدونکي وایي، د نظامي ځواکونو منحل کیدل یو خوب او خیال دی.

د هیواد په کچه د نظامي ځواکونو د ملاتړ غونډي وروسته ترهغه جوړي او پکښي زرګونو افغان ولسونو برخه واخیسته، چي د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه مشر په خپلو څرګندونو کي د نظامي ځواکونو د منحل کیدو په اړه څرګندوني کړي وي.

روزګاني ولسونو د یوې غونډی پرمهال موجوده نظامي ځواکونه د هیواد او خلکو د ساتني قهرمانان وباله او پر وړاندي یې د هر ډول بد نیت لرولو کسانو مخالفت وکړ.

دوی وایي، همدا موجوده امنیتي ځواکونه دي چي د دښمن پر وړاندي سپر دریدلي او د خپلي خاروي څخه یې په بشپړ توګه ساتنه کړې.

دوی پر بین افغاني مذاکراتو هم ټینګار وکړ او وي ویل، که چیري وسله وال طالبان غواړي چي سوله وکړي، نو ادرس معلوم دی.

ګډونوال وایي، د وروستیو جګړو پای ته رسیدو لپاره باید طالبان له افغان دولت سره مخامخ خبر کولو ته کښیني .

د افغان جګړې پای ته رسیدو لپاره اوس تر بل هر وخت افغانان هیله مند سوي او پر نړیوالي ږغ کوي چي د افغاني مذاکراتو لپاره هلي ځلي وکړي.

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...