د بین الافغاني مذاکراتو بله غونډه په نږدې راتلونکي کي په دوحه کي جوړېږي.
وسله والو طالبانو په رسمي توګه د مسکو د غونډي پریکړه لیک خپور کړ او په وینا یې دوی ددغه پرېکړه لیک موادو ته ژمن دي.
وسله والو طالبانو ویلي چي سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او په خبره یې د مسکو غونډه د بین الافغاني سولي لپاره تر ټولو مهم او اساسي ګام دی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلي پیغام کي ویلي چي وسله وال طالبان او په افغانستان کي ټول سیاسي جریانونه د مسکو د غونډې هر کلی کوي او د ورته غونډو ددوام غوښتونکي دي.
وسله والو طالبانو همدا راز ویلي چي د مسکو د غونډي په دوام به د بین الافغاني مذاکراتو بل پړاو په نږدې راتلونکي کي په پلازمینه دوحه کي ترسره سي. ددغه غونډي لپاره کره نیټه نه ده په ډاګه سوې خو طالبان وایي چي بین الافغاني مذاکرات به دوام کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون