ایران: په یوه اور لګیدنه کي درې ساینس پوهان مړه سوي

د ايران د فضايي تحقيقاتو په مرکز کې اور لګیدلى چي درې ساينس ‌پوهان يې مړه کړي دي.
د ايران د ټکنالوژۍ وزير محمد جواد اذري جهرمي وويل، دغه ساينس‌ پوهان د فضايي تحقيقاتو په يوه ودانۍ کي د اور لګېدو له کبله مړه سوي دي.
هغه د دې پېښي په اړه چي په تهران کي سوی، نور جزئيات نه ‌دي ورکړي.
په يوه راپور کي ويل سوي چي د تحقيقاتي مرکز په بله برخه کي کارکوونکي د ايران د اسلامي انقلاب ۴۰مه کليزه لمانځله چي اور ولګېد. تر اوسه د نورو اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل سوي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...