هند: موقت حکومت د افغانستان په ګټه نه دی

هندي رسنۍ وايي د هند مهمو لوړپوړو چارواکو څه موده وړاندي د افغان سولي په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو کي پر افغان سوله بحثونه کړي دي.

هندي رسنۍ وایي د هند لوړپوړو ديپلوماتانو او مهمو چارواکو زلمي خلیلزاد ته ویلي چي موقت حکومت په افغانستان کي د چا په ګټه نه دی.

هند ویلي دوی په افغانستان کي د سولي له ټولو هڅو او هغو اقداماتو ملاتړ کوي چي هلته روانه جګړه پای ته رسوي او د افغان حکومت لاس ته راوړنې خوندي کوي.

هند تر دې وړاندي هم ویلي وه، چي د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولي له هڅو ملاتړ کوي.

هند وايي د سولي په ټولو بحثونو او مذاکراتو کې باید د افغان حکومت مشران حاضر وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...