پوهندوی خیرالدین خیرخواه د تخار پوهنتون رئیس وايي، چي ددې ولایت له اوو پوهنځیو او ۲۷ پوهنځیو څخه ۱۵۸۰ انجوني او هلکان دیوې غونډي په ترڅ کي فارغ او خپل سندونه یې ترلاسه کړل .
فارغو انجونو او هلکانو پرافغان حکومت نیوکي کړي چي د دندو ورکولو په وخت کي دولتي ادارو کي روابطو ته ترجیح ورکول کیږي او وړو کسانو ته پام نه کیږي.
فضل الله مجددي د تخار والي فارغ سوو کسانو ته ډاډ ورکړی چي دندي به ورته پیدا کوي او غوښتنه یې ترې کړې هغه کسانو ته چي حکومت دندې نه سي برابرولای په هېواد کي دې ځانته دکار لارې چاري وګوري او په ناقانونه لارو دې بهر ته زړه نه ښه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون