د روسیې سفارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي په مسکو کي د افغانستان د حکومت د وسله والو او سیاسي مخالفانو غونډه د روسیې د حکومت په بلنه نه جوړیږي

د روسیې سفارت وايي چي دا غونډه په روسیه کي د یو شمېر میشتو افغانانو په نوښت جوړېږي او د روسیې حکومت په هغې کي هېڅ راز رول نه لري.

په کابل کي د روسیې د سفارت په خبرپاڼه کي همداراز ویل سوي چي په دې غونډه کي به د روسیې د حکومت او دولت هیڅ چارواکي او نه هم د کوم بل هیواد کوم استازی ګډون وکړي.

پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت الله احمدي وویل چي د افغانستان حکومت په دې ډ‌ول غونډو کي ګډون نه کوي، ځکه چي د سولي له بهیر سره مرسته نه کوي.

تر دې مخکي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په قول په راپورونو کې ویل سوي وو چي د فبرورۍ په پنځمه او شپږمه به د افغانستان په اړه په مسکو کې کنفرانس جوړ سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...