ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، داسي سوله به راځي چي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول به پکښي څرګند وي

ولسمشر غني دا خبرې پرون د فبرورۍ په ۲مه د ځانګړو عملیاتو د قول اردو درېیو منصبدارانو ته د مډالونو د ورکولو په مناسبت په یوه غونډه کي کړي دي.

ولسمشر ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د سل ګونو نسلونو لپاره مبارزه کوي.

 د ارګ د خبرپاڼې به حواله، د دې قول اردو ځواکونو په وروستیو کې ۳۸ تنه ملکي افغانان چي د غزني د اب بند ولسوالۍ د المار په کلي کي وسله والو طالبانو بندیان کړي وو، ازاد کړي دي.

اوس مهال د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت ۱۶ زره سلاکاران او روزونکي د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې په پروګرامونو کې مرسته کوي، مشوره ورکوي او نوي منصبداران روزي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...