جواد ظریف: د امریکا متحده ايالات هیڅ ډول تړون ته پابند نه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د روسیې او امریکا د اټومي توغندیو اوږدمهالي تړون ته په اشارې ویلي، امریکا هیڅ تړون ته پابنده نه ده او هر ډول تړون سره بد چلند کوي.

جواد ظریف وروسته له هغې دا څرګندوني کوي چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د تړون د ځنډ خبره وکړه.

امریکا وايي، دا تړون به د اوس لپاره شپږ میاشتې وځنډوي او وروسته به یې په تړاو وروستۍ پریکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته رسیدو سره سم د ایران اټومي تړون هم بې ګټې وباله او ځان یې ترې وایست. د امریکا وروستۍ پریکړې د روسیې غبرګونونه هم پارولي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...